امریکا د عراق پر وروستۍ پرېکړه غبرګون ښودلی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي عراق به له سختو بندیزونو سره مخ شي. د عراق پارلمان تېره ورځ له دغه هېواد د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه تصویب کړه. دوی ټینګار کوي چې دغه عسکر دې له عراق ووځي ځکه په سیمه کې یې ستونزو او ناندریو ته لار هواره کړې ده. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي عراقي چارواکي باید له امریکا سره د ښو اړیکو په ارزشت او همدا راز د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر اړتیا پوه شي. د سرچینې په خبره امریکا هڅه کوي ددغه پرېکړې پر قانوني ماهیت پوه شي او تر هغه وروسته به خپله پرېکړه اعلانوي.






































