ايران وايي له دې ورسته د يورانيمو غني کولو کې د محدوديت په اړه خپلې کړې ژمنې نه مراعتوي. د ايران دغه گام د امريکا له خوا عراق کې د ايراني جنرال قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته دی چې له امله یې د تهران او واشنگټن اړيکې لا ترينگلې شوې دي. په تهران کې کابینې تر یوې غونډې وروسته اعلان وکړ چې د ایران حکومت پنځم او وروستي ګام سره له ټولو هغو ژمنو تېرېږي چې له شپږو قدرتونو سره یې د اټومي تړون پر مهال کړې وې. ایران دا هم وایي د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره خپله همکاري کوي او د بندیزونو لرې کېدو او اټومي تړون له ګټو د برخمنېدو په حالت کې د اټومي تړون پر ژمنو بیا درېدو ته تیار دی. نږدې شل میاشتې کېږي چې امریکا له اټومي تړون یو لوریزه وتله او پر ایران یې بندیزونو ولګول او په دغه موده کې د دې تړون د ژغورلو لپاره د نورو لوېدیځو هېوادونو هڅې بې ګټې وې.






































