ټرمپ د برېتانیا له لومړي وزیر سره د ایران په اړه خبرې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې ډونالډ ټرمپ له بورېس جانسون سره په سیمه کې پر روان وضعیت او تحولاتو خبرې کړې دي او پر پخپلو کې یې پر یووالي ټینګار کړی دی. دواړو لورو ویلي چې د شته تهدیدونو د کنټرول لپاره به سره یو لاس وي. تر دې وړاندې برېتانیا په سیمه کې پر رامنځ ته شوي وضعیت اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې هر څه له نږدې څاري. د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز افغانستان او عراق ته د خپلو وګړو پر تګ هم بندیز لګولی دی.






































