که له مالي اړخه پر ځان بسیا وی، کولای شی هغه کسان چې له زده کړو سره مینه لري، خو د بېوزلۍ له کبله نه توانېږي، تاسو مرسته ور سره وکړی، څو دوی هم له دې نعمته برخمن شي. که تاسو له ځانګړو مهارتونو برخمن وی، کولای شی له خپلو خپلوانو، کلیوالو او ګاونډیانو سره مرسته وکړی او ان د دوی لپاره کورس ونیسئ او خپل مهارت دوی ته هم انتقال کړی. تاسې چې هر ښه کار تر سره کوی، له یوې خوا د خدای پاک رضا لاس ته راوړی او بله بلې خوا ستاسې د خوښۍ سبب هم ګرځي. مجبور کسان په ټولنه کې کم نه دي، مالي وضعیت ته دې په کتو له هغوی سره مرسته وکړه. مهمه نه ده چې ته فقیر یې که بډای، اصلي خبره دا ده، چې ته هم د نورو خلکو په شان غواړې خپلو هیلو ته ورسېږې. په هر ډول چې یې، پورته شه او د ځان لپاره د مهالوېش جوړ کړه او د هغه له مخې د خپل ژوند پر مخ بوځه. ډاډه اوسه، هڅه دې اخر خپلو موخو ته رسوي او په ژوند کې به دې د خوښیو بیروبار جوړ شي، نو له همدې نن څخه چې لا هم ناوخته شوې نه ده،لاس پکار شه!