یوه څېړنه ښيي چې هره ورځ د مېوې خوړل، د مغزي سکتې خطر څلوېښت سلنه کموي. د انګلستان اکسفورډ پوهنتون د اوو کلونو په موده کې په یوه څېړنه کې ثابته کړې چې هره ورځ په لږه اندازه مېوه خوړل د دماغي سکتې په کمېدو کې مثبته تمامېږي. په دې څېړنه کې نږدې پنځه زره چينايانو برخه اخيستې وه. ياده څېړنه دغه راز ښيي، هغه کسان چې هره ورځ د اړتیا په اندازه مېوه خوري، دوی ډېر لږ د زړه، د وينې رګونو او د دماغي سکتې پر ناروغیو اخته کېږي. د مېوو خوړل نه یوازې دا چې په وینه کې د ګلوکوزو اندازه کنټرولوي، بلکې د هغه درملو د جانبي اغېزو مخه هم نیسي چې د شکرې ناروغۍ د درملنې لپاره کارول کېږي. څېړونکي وايي، هغه څوک چې د ډوډۍ خوړو پر مهال مېوه خوري، د زړه او د ويني رګونو ناروغي يې اووه ويشت سلنه او د دماغي سکتې ناروغي يې څلوېښت سلنه کمېږي. همدارنګه د وينې فشار یې هم ټيټ وي. دغو پايلو ته په کتو، ډاکټران سپارښتنه کوي چې هره ورځ لږ تر لږه ۱۵۰ ګرامه تازه مېوه باید وخوړل شي.




































