د راپورونو له مخې د استونیا د انجنیرانو، ماین پاکوونکو او پیاده سرتېرو یو ټیم افغانستان ته راغلی دی. دغه ټیم به د هېواد په شمال کې له الماني ځواکونو سره اوږه اوږه عملیاتو کې برخه اخلي. د استونیا د پوځ غړي ویلي په افغانستان کې وضعیت کړکېچن شوی دی نو ځکه دوی مجبور دي چې د ناټو ماموریت د بریا لپاره خپلې هلې ځلې وکړي. دده په وینا له همدې امله یې حکومت پرېکړه کړې چې دغه ټیم او تر هغه وروسته نور سرتېري هم افغانستان ته ولېږي. تر دې وړاندې هم استونیا افغانستان ته د سرتېرو ټیمونه لېږلي دي. په دې وروستیو کې د ناټو ګڼو غړو هېوادونو افغانستان ته د سرتېرو لېږل پيل کړي دي، خو ددغه سرتېرو راتګ د افغانستان پر روانه امنیتي اوضاع هېڅ راز مثبت او د پام وړ اغېز نه دی کړی.



































