امریکا اته کسان له طالبانو سره د اړیکو او په ځانمرگو بریدونو کې د ښکېلتیا په تور د نړیوالو ترهگرو په تور لېست کې شامل کړي دي. د امریکا د خزانې وزارت د سه شنبې په ورځ پر اتو کسانو له طالبانو سره د اړیکو په تور بندیزونه لگولي دي، په دغو کسانو کې څلور افغانان، دوه پاکستانیان او دوه ایرانیان هم شامل دي. د امریکا د خزانې وزیر سټیو منچن پر ایران له طالبانو د ملاتړ او مالي مرستو تور لگولې او وایي، ایران طالبانو ته د ترهگرۍ لپاره پوځي روزنې، مالي مرستې او وسلې ورکوي. د امریکا د خزانې وزارت وایي چې د هغو کسانو په نښه کولو ته به ادامه ورکړي چې د طالبانو ملاتړ کوي او د سولې پروسې ته تاوان رسوي.



































