مشرانو جرګه وایي، هغه کسان دې پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې د جنرال رازق په وژلو کې لاس لري. سناتوران د کندهار ولایت په مقام کې دغه ډول برید د پوښتنې وړ بولي او وايي، چې د جنرال رازق قضیه دې په هر اړخیز ډول وڅېړل شي او هغه کسان دې محاکمه او د قانون منګلو ته وسپارل شي، چې په دې پېښه کې لاس لري. که څه هم د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي تېره ورځ د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق د وژل کیدو په تړاو د خپلو موندنو لومړنیو پایلو د اعلان پرمهال وویل، چې دا برید له ډیورند کرښې ها خوا طرح شوی و، خو د مشرانو جرګې ددې پېښې د ژورې څېړنې غوښتنه کوي.



































