د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د ګيرو ولسوالۍ ښوونکي او د پوهنې مديريت کارونکي بيرته را خوشې کړي خو شپږ تنه اوس هم ورسره دي. د غزني د پوهنې رييس محب الله انصار ويلي، وسله والو طالبانو تيره ورځ د ګيرو ولسوالۍ ښوونکي او د پوهنې مديريت کارکوونکي بيرته را خوشې کړي دي. هغه وايي چې شپږ تنه استادان اوس هم له طالبانو سره دي. دغه راز د دې ولسوالۍ اوسيدونکي محمد امين هم یاده موضوع تایید کړې ده. بل لورته بيا د طالبانو وياند ويلي چې طالبانو استادان نه دي برمته کړي. د يادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د ګيرو ولسوالۍ ١٢٥ ښوونکي او د پوهنې مديريت کارکوونکي له ځانه سره بيولي وو.



































