پاکستان دې د سولې پروسه کې مرسته وکړي او له دې پرته به امریکا ورسره حساب کتاب پيل کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي، پاکستان ته یې په ډېرو واضح او ښکاره الفاظو ویلي چې نور دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي. دده په خبره امریکا خپله دغه خبره تر دې نه شي روښانه کولی او که پاکستان پر وخت د ترهګرو په له منځه وړلو او د افغان سولې په برخه کې اقدام و نه کړي نو امریکا به ورسره خپل حساب کتاب پیل کړي. پمپیو وایي پاکستان په خپلو سرحدي سیمو کې د ترهګرو ملاتړ کوي او امریکا دغه مسئله ورته واضح کړې ده چې نور دې خپل دوه مخی چلند بس کړي. د نوموړي په وینا ټوله نړۍ په یوه خوله په افغانستان کې سوله غواړي نو پاکستان ته هم په کار ده چې په دې برخه کې له افغان حکومت او امریکا سره همکاري وکړي. پاکستان د امریکا پر دغو څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې عمران خان ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې له پروسې سره همکارۍ ته تیار دي.



































