په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو اوسني استازي او نوې جرګې ته نوماند، ميرويس ياسيني په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې تيرې ټاکنې ډيرې پاکې وې او بايد د هيوادوالو له خوا تخريب نه شي کړی، ياسيني ويلي په ټول افغانستان او ځانګړې توګه ننګرهار کې تيرې ټاکنې له درغليو پاکې وې او خلکو د ملت رښتينو استازو ته رايې ورکړې دي. ياسيني وايي يو شمير کړۍ او اشخاص هڅه کوي دا ټاکنې بدنامې کړي خو بايد کميسيون يې پر وړاندې ودريږي او خپلې چارې پر مخ يوسي او په خپل وخت نتيجه اعلان کړي.



































