د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو چې په واشنګټن کې يې له خبريالانو سره خبرې کولې، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګڼ شمېر افغانانو د ګډون ستاينه کړې ده. دغه راز نوموړي د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو ستاينه کړې چې په ښه توګه يې د يادو ټاکنو امنيت ټينګ کړى و. خو پومپيو په دې ټاکنو کې د ځينو تخنيکي ستونزو ته په اشارې سره ويلي چې له دې ستونزو سره سره امريکا د افغانستان د ټاکنو له کمېسيون سره مرستو او همکاريو ته ژمنه ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزير ډاډ ورکړى چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال به هم له ياد کمېسيون سره مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې په ټاکنو کې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله په لومړۍ ورځ ټاکنې ځنډنۍ شوې او په دویمه ورځ هم خلک د خپلې خوښې وړ نوماند ته د رایي ورکونې په موخه د رایي اچونې مرکزونو ته لاړل.



































