طالبانو په هلمند ولایت کې په ټاکنو کې د ګډون له امله د یو کس ګوته پرې کړې ده. د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکی شریف الله وایي، په خپله ولسوالۍ کې د ولسي جرګې نوماند ته تر رایي ورکولو وروسته کندهار ولایت ته روان و، چې په لاره کې طالبانو نیولی او رنګ کړې ګوته یې ورنه پرې کړې. نوموړی اوس په روغتون کې بستري دی. که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر ټاکنو وړاندې یې خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې په یاده امریکایي پروسه کې دې له ګډون کولو نه ډډه وکړي.



































