د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې په ټاکنو کې د خلکو د رایو د ډلبندۍ او د لومړنیو پایلو د لست چمتو کولو لپاره یو ځانګړی مرکز پرانیستی دی. د یاد کمیسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د دغه مرکز په پرانیستغونډه کې وویل، چې د ولسي جرګې د ټاکنو د رایې شمیرلو لړۍ د رایې ورکولو په مرکزونو کې پای ته رسیدلې او د ټاکنو اړوند ټول حساس توکي له ولسوالیو نه د ولایتونو مرکزونو ته رسیدلي دي. صیاد زیاته کړه، د دوو ولایتونو توکي، چې هغه د پنجشیر او پروان ولایتونه دي، کابل ته رارسیدلي او نور مواد به هم د امنیتي ارګانونو په همکارۍ، په مصونیت سره مرکز ته ولېږدول شي. د صیاد په خبره، په دغه مرکز کې د مسلکي کارکوونکو له خوا ټولې رایې سیستم ته پورته کیږي چې له مخې به یې “تورې او رڼې رایې” سره جلا شي. دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمیسیون په پام کې لري، د لړم تر ۱۹مې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. صیاد له نوماندانو وغوښتل چې د ټاکنو پایلو ته احترام وکړي.



































