ولسمشر غني وایي، د ولسي جرګې ټاکنې به د راتلونکې شنبې په ورځ تر سره شي. نوموړي یادې څرګندونې د کابینې غونډې ته په خبرو کې کړې دي. هغه دغه راز خپل دویم مرستیال سرور دانش او د اجراییه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان ته سپارښتنه وکړه، چې ژر تر ژره د غزني د ټاکنو موضوع هم حل کړي څو ټول هېوادوال په دې ملي پروسه کې له ګډون څخه برخمن شي. هغه دغه راز د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنو ته په اشارې وویل، چې وړاندې تر ټاکنو پر یاده پروسه او د هېواد پر ملي امنیتي ځواکونو دا بې باوري موجوده وه، چې دوی به ونه شي کولی د یادو ټاکنو امنیت خوندي کړي خو د ده په خبره د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو خپله وړتیا وښوده او په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې په امن فضا کې تر سره شوې. غني د خپلو خبرو پر دوام ملي امنیتي ځواکونه هم وستایل چې په خبره یې په پوره زړورتیا یې د یادې پروسې امنیت خوندي کړ. نوموړي زیاته کړه، له نا امنیو سره سره هېوادوالو په دې پروسه کې پراخ ګډون وکړ او مخالفینو ته یې وښوده چې دوی د افغانانو په منځ کې ځای نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ له کندهار او غزني پرته د هېواد په ټولو ولایتونو کې تر سره شوې او ټاکل شوې لومړنۍ پایلې یې د لړم تر ۲۰ نیټې پورې اعلان شي.



































