په کابل کې د چین سفیر د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون ستاینه کړې ده. لیو جینګ سونګ د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون ته په اشارې ویلي، چې خلکو په پراخه کچه په یاده پروسه کې ګډون وکړ چې دا د ټولو افغانانو لپاره یو ښه خبر دی. هغه دغه راز په یاده لیدنه کې ټینګار کړی دی چې چین به په هر اړخیزه توګه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي. سونګ له رباني سره په یاده لیدنه کې پر افغان سوله، ترهګرۍ سره پر مبارزې، امنیت او دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې اترې کړې دي.




































