اسلام اباد په کندهار کې په هغه برید کې لاس لرل رد کړل چې په پایله کې یې د یاد ولایت پخوانی امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او ځینې نور لوړپوړي چارواکي مړه او ټپیان شول. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل ویلي، چې دوی د افغان حکومت لخوا د کندهار په شوي برید کې د پاکستان د لاس لرلو بې بنسټه تورونه ردوي. هغه ویلي، پاکستان ته داسې شواهد نه دي سپارل شوي چې وښیي یاد هېواد د کندهار په پېښه کې لاس لري، نو په دې توګه په یاد برید کې د پاکستان ملامتول مناسب نه دي. د هغه په وینا له شواهدو پرته دا ډول ادعاګانې به د دواړو هېوادونو اړیکې لا ترینګلي کړي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني کندهار ولایت ته په خپل سفر کې وویل، د کندهار برید په پاکستان کې طرح شوی و او له یاد هېواده یې وغوښتل چې په دغه برید کې ښکیل کسان افغان حکومت ته وسپاري.




































