د سولې په اړه د مسکو غونډه به د افغان حکومت او طالب چارواکو په ګډون د عقرب (لړم) په لسمه نېټه، تر سره شي. روسۍ ایزویستیا ورځپاڼې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله خبرو ورکړی، چې د افغان سولې په تړاو غونډه به د نوامبر میاشتې په لومړۍ نیټه چې د لړم میاشتې له لسمې سره سمون خوري په مسکو کې د ښکیلو لوریو او را بلل شویو هېوادونو په ګډون تر سره شي. سرچینه کاږي چې طالبانو هم په یاده ناسته کې د خپل ګډون پخلی کړی دی. وړاندې تر دې د مسکو غونډه د ولسمشر غني په غوښتنه تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېده. افغان حکومت او طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي. د یادونې ده چې څه موده وړاندې بیا د افغانستان د سولې عالي شورا په مسکو کې د جوړېدونکې غونډې پایلې مثبتې اټکل کړې وې.



































