د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره د سولې پر پروسې، جنيوا کنفرانس او ترسره شوو ټاکنو خبرې وکړې. د افغانستان د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب پرون ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو سره ولیدل. سرچينې زياته کړې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان استازي د جنوا کنفرانس په اړه چې ټاکل شوې د نومبرپه ۲۸مه جوړ شي، معلومات ورکړي دي. هغه زياته کړه، د افغان سولې بهیر او له هغه څخه ملاتړ، د جنیوا کنفرانس په لومړیتوب کې دی. بلخوا د هېواد د ملي امنیت سلاکار له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو له دوامداره مرستو مننه وکړه او د افغانانو په مشرۍ يې د سولې له بهیر پر ملاتړ ټينګار وکړ.



































