په کابل کې د اسټراليا سفيرې په روان کال کې له افغانستان سره د خپل هېواد له خوا د امنیتي مرستو د دوام ډاډ ورکړ. د ملي امنيت شورا له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د اسټرالیا سفیرې نیکولا ګوردن سمېټ دغه څرګندونې پرون ناوخته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره په کتنه کې کړې دي. هغې دغه راز زياته کړې، هېواد به یې د متحد او همکار په توګه د امنیت او ثبات تامین برخو کې له حکومت او د افغانستان له خلکو سره پاتې شي. د ملي امنیت سلاکار له افغانسستان سره د اسټرالیا مرستې وستایلې او د مرستو پر دوام يې ټینګار وکړ. نوموړي د افغان امنتيي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ کې او د جينوا په جوړېدونکي کنفرانس کې چې په نږدې راتلونکي کې جوړېږي، د دې هېواد ونډه مهمه وبلله. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه راز په دې کتنه کې دواړو خواوو، د سولې بهیر سره د مرستې، امنیت ټینګښت او د افغانستان ـ اسټرالیا ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو زیاتېدو سربېره، پر یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې او نظریات شریک کړل.



































