رښتینولي تر ټولو ښه سیاست دی. ستاسو په اند ایا یو دروغجن انسان د درناوي وړ دی؟ ایا تاسو هغه چاته درناوی کوی چې دروغ وايي؟ که له تاسو څخه کومه تېروتنه کېږي، بښنه وغواړئ. په تېره بیا دغه څه د خپلو ماشومانو په مخ کې وکړئ، څو هغوی هم بښنه غوښتل زده کړي؛ ځکه ماشوم په دې سره پر خپل نفس اعتماد پیدا کوي او له ځانه سره فکر کوي چې زما پلار او یا مور چې تر ما لوی هم دي، تېروتنه کوي او د تېروتنې جبران په بښنې سره کېږي. هڅه وکړئ چې د خپلو ماشومانو پر مثبتو ټکو تمرکز وکړئ. که خدای مه کړه ماشوم مو کله هم تېروتنه کوي، مه یې رټئ او بد رد مه ورته وایاست؛ ځکه دغه یې حللاره نه ده. د خپلو ماشومانو ستاینه وکړئ، خو پام مو وي چې په دې برخه کې زیاتی درڅخه ونه شي او هسې نه چې دروغ ووایی.