د سولې عالي شورا وایي، د مسکو ناسته کې به له طالبانو سره په یوه میز خبرې وشي. د غه شورا وایي، د مسکو ناسته، چې په نږدې ورځو کې ترسره کیږي، ټول چمتووالی ورته نیول شوی. افغان پلاوی، چې د سولې عالي شورا او بهرنیو چارو وزارت چارواکي پکې شامل دي له طالبانو سره به مخامخ خبرې وکړي. خو پخواني طالب چارواکي وایي، که د مسکو د غونډې په پخوانۍ اجنډا کې بدلون راشي طالبان به پکې ګډون ونه کړي. تردې مخکې روسي رسنیوهم د دې هیواد بهرنیو چارو وزارت کې د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې په دې ناسته کې به طالبان هم هرو مرو ګډون کوي. خو پخواني طالب چارواکي بیا وايي، چې د مسکو ناستې په اړه طالبان په خپل پخواني دریځ ولاړ دي او که ددې ناستې په پخوانۍ اجنډا کې تغیر راشي طالبان به پکې ګډون ونه کړي. په مسکو کې د افغان سولې په تړاو ناسته داسې مهال جوړیږي، چې تازه د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې ناټو او غړي هیوادونه یې په افغانستان کې د سولې په تړاو له پیل شوو هڅو ملاتړ کوي.



































