د افغانستان سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، چې د کرونا ویروس چین ته د جلغوزیو د صادراتو درېدلې لړۍ بېرته پیل شوې ده.
د دغه وزارت د عامه اړیکو مسوولې سعدیه سیرت ویلي، چې تېره ورځ یې چین د هوايي دهلېز له لارې یوه محموله چې ١١٠ ټنه وزن لري او له تېر کال څخه پاتې وه، لېږلې ده.
هغې زیاته کړې چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هوایی دهلېزونو له لارې د طبي بوټو صادرات هم پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په چین کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته له دغه هېواد سره سوداګریزه راکړه ورکړه درېدلې وه.
د تېر لمریز کال په لیندۍ میاشت کې د چین او افغانستان ترمنځ د جلغوزیو د صادراتو تړون لاسلیک شو. د دغه تړون پر بنسټ به په پنځو کلو کې د افغانستان د ٢.٢ میلیارده ډالرو په ارزښت ٦٢ زره ټنه جلغوزې چین ته واستول شي.



































