د کورنیو چارو وزارت وایي تر دې دمه په کندهار کې ټاکنې په امنه فضا کې مخ ته روانې دي او زرګونه سرتېري ددې پروسې امنیت تامینوي. په کندهار کې تر یوې امنیتي پېښې وروسته ټاکنې په یوه اونۍ ځنډ ترسره شوې. دمګړی په دغه ولایت کې ټاکنې روانې دي او زرګونه کسانو په دې ټاکنو کې برخه اخیستې ده. د کورنیو چارو وزارت وایي چې تر دې دمه هېڅ راز امنیتي پېښه نه ده رامنځ ته شوې او هر څه په ډاډمنه فضا کې ترسره کېږي. شپږ زره سرتېري د کندهار په ګوټ ګوټ کې د ټاکنو امنیت تامینوي چې ۲۶۰ کسه یې ښځينه دي. بل پلو په کندهار کې تر زرو ډېر پولیس د ښار په نظم ساتلو بوخت دي. کورنیو چارو وزارت وايي چې د ولسوالیو او مرکز په ګډون په ټول کې پنځلس زره امنیتي سرتېري د ټاکنو د امنیت په ساتلو بوخت دي.




































