لانګ وار ژورنال خپرونه وایي، سره له دې چې پاکستان د سولې په برخه کې د امریکا د فشار له امله ځینې ظاهري هڅې پيل کړې دي، خو دا هڅې به بې ګټې وي.
لانګ وار ژورنال کاږي چې پاکستان د فشارونو د کمولو لپاره د طالبانو یو پخوانی چارواکی له بنده خوشي کړی او په دې توګه غواړي، څو دا وښيي چې دوی د سولې له پروسې سره مرسته کوي.
خپرونه وايي، پاکستان له افغانستان سره دوه مخې لوبې ته دوام ورکوي او اړتيا ده چې د افغان سولې په پروسه کې رښتینې همکارۍ او عملي هڅو ته تیار کړای شي. لانګ وار ژورنال پر اسلام اباد د لا ډېرو فشارونو غوښتنه کوي.
په ورته مهال د ولسي جرګې ځينې غړي هم وايي چې په پاکستان کې پر جنرال رازق د بريد د پلانېدو له کبله دې له دغه هېواد سره ډيپلوماټيکې اړيکې وځنډول شي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس محمد اقبال ساپي ویلي، افغان حکومت دې دا مسئله جدي ونیسي او د پاکستان په اړه دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته رسمي شکایت وکړي.
د نوموړي په خبره پاکستان په افغانستان کې د هر ډول ناخوالو او جګړو مسوول دی او افغان حکومت ته په کار ده چې سیاسي او ډيپلوماتیکې اړیکې ورسره وځنډوي او په رسمي توګه ملګرو ملتونو ته شکایت ترې وکړي.




































