شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

په کندهار کې هم ټاکنې د کمېسيون د کمزوري مديريت تر اغېز لاندې وې

اکتوبر 28, 2018
in افغانستان
0 0

په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې په يوه اونۍ ځنډ سره پرون ترسره شوې.

که څه هم د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸مه پلان شوې وې، خو په کندهار کې د هغې ترهګريزې پېښې له کبله چې  د دغه ولايت امنيه قوماندان پکې ووژل شو، ټاکنې له يوې اونۍ ځنډ سره مخ شوې.

د کندهار په ټاکنو کې د تمې خلاف د خلکو، په ځانګړي ډول مېرمنو، ګډون خورا پراخ و خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو ځل بيا هم پر دې بريالی نه شو چې په پروسه کې شته نيمګړتياوې او تخنيکي ستونزې هوارې کړي.

د تېرې اونۍ د شنبې ورځې په ټاکنو کې د هېواد په مختلفو ولايتونو کې په پروسه کې ځينې تخنيکي ستونزې وې، چې له کبله يې ګڼ شمېر خلک په ټاکنو کې له ګډون کولو بې برخې شول.

د ټاکنيزو مرکزونو په ځنډ پرانيستل کېدل، پر وخت ټاکنيزو مرکزونو ته د رايه ورکوونکو د نوملړونو نه رسېدل او د بايومېټريک دستګاوو خرابوالی هغه ستونزې وې چې د تېرې اونۍ ټاکنې يې اغېزمنې کړې.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس ګلاجان عبدالبديع صياد وړمه ورځ ويلي وو چې د تېرې اونۍ له ټاکنو يې ښه درس اخيستی او شته تخنيکي ستونزې يې هوارې کړې خو له کندهاره را رسېدلي راپورونه وايي چې ستونزې پر خپل ځای وې.

ويل کېږي چې په کندهار کې ټاکنيز مرکزونه پر وخت خلاص نه شول، په ځينو مرکزونو کې د رايه ورکوونکو نوملړونه نه وو او دغه راز په ځينو نورو مرکزونو کې بيا د بايومېټريک دستګاوو کار نه کاوه.

له دې ټولو ستونزو سره سره د کندهار ولايت اوسېدونکو په ټاکنو کې پراخ ګډون درلود او له امنيتي اندېښنو سره سره يې د خپلې خوښې وړ نوماندانو ته رايې ورکړې.

په ورته مهال د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون نيوکه کوي چې د کندهار ټاکنو ته يې لازم چمتووالی نه و نيولی.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون غړی او وياند علي رضا روحاني وايي، د کندهار په ټاکنو کې د تېرې اونۍ د ټاکنو د ستونزو تکرار ښيي چې کمېسيون د کندهار ټاکنو ته هېڅ راز چمتووالی نه و نيولی. روحاني وايي، د ټاکنو کمېسيون د نيمګړتياوو او تخنيکي ستونزو تر تکرار وروسته خپلې کمکارۍ ته هېڅ توجيه نه شي موندلی.

کندهار په ولسي جرګه کې ۱۱ څوکۍ لري چې ۱۱۲ تنه ورته نوماندان دي. د دغه ولايت له معروف او نېش ولسواليو پرته، چې د ناسم امنيتي وضعيت له کبله پکې ټاکنې ونه شوې، په ټول کندهار کې ۱۷۲ ټاکنيز مرکزونه پرانيستل شوي وو چې خلکو پکې د خپلې خوښې وړ نوماندانو ته رايې ورکړې.

د کندهار ټاکنې له امنيتي پلوه هم له کومې جدې ننګونې سره مخ نه شوې.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ټاکنو پر ورځ په کندهار کې ۱۵ زره پوليس پر دندو وو چې ۶ زرو يې يوازې د ټاکنيزو مرکزونو امنيت خوندي کړی و.

Tags: featured
Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In