د ولسي جرګې د انتخاباتو د شفافیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اندېښنو سره همماله، په کوردننه هم اندېښنې مخ په ډېرېدو دي. د ولسي جرګې لومړی مرستیال وایي، حکومت د هغو نوماندانو د بریالیتوب هڅه کوي، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د حکومت د رهبرۍ په ګټه کار وکړي. همایون همایون په یوه مرکه کې ويلي، چې د ولسي جرګې تر ټاکنو وړاندې حکومت د مشخصو نوماندانو په ګټه دولتي امکانات وکارول او مالي ملاتړ یې کاوه. د ولسي جرګې مرستیال وایي، د انتخاباتو کمېسیون د میزان په اته ویشتمه او نهه ویشتمه نیټه له بایومتریک پرته د رایو په کارولو سره په لوی لاس درغلیو ته لاره خلاصه کړې ده. دده په خبره دغه چاره د دې سبب شوه چې په ولایتونو کې ګڼ شمېر صندوقونه د مشخصونوماندانو په ګټه ډک شي. د ولسي جرګې مرستیال وايي، چې په خوست کې زرګونو بې ځایه شویو خلکو ته جعلي تذکرې وېشل شوې او په ټاکنو کې د ګډون لپاره د هغوی پر تذکرو سټېکرونه هم لګول شوي دي.



































