د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په وروستیو اونيو کې لږ تر لږه ۱۱۴ زره او ۹۳۸ ټنه مالونه او خوراکي توکي، د حيرتان- مزارشريف، آقينې او تورغونډى د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته را وارد شوي دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي چې دغه خوارکي توکي په ۱۹۳۸ واګونونو کې لېږدول شوي دي چې لويه برخه يې خوراکي توکي او همداراز نفتي، ودانيز او تجارتي مالونه دي. یاده اداره زیاتوي چې په واردو شویو توکو کې ۸۱۸۵ ټنه غنم، ۳۸۹۹۲ ټنه وړه، ۳۱۰۰ ټنه غوړي، ۳۶۸۱۰ ټنه تېل، ۱۳۲۰۲ ټنه اوبلن ګاز، ۹۲۲۵ ټنه ودانيز توکي او ۵۳۴۵ ټنه نور اړين توکي شامل دي. افغانستان ته دغه مواد داسې مهال واردیږي چې د کرونا وبا له امله د رامنځته شوي وضعیت له کبله د خوارکي توکو بیې لوړې شوي دي.



































