د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي رسنیو ته ویلي چې حکومت راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ژمن دی او دغه ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي. د مرتضوي په خبره حکومت مکلف دی چې د ټاکنو مالي بودیجه برابره کړي او دغه ټاکنو ته سیاسي اراده په حکومت کې موجوده ده. دده په وینا د ټاکنو کمیسیون ته په کار ده، چې خپل کارونه سره تنظیم کړي او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا تېره ورځ ویلي، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لومړنی مهالوېش یې جوړ کړی دی. ددغه کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل، راتلونکې اونۍ به دغه مهالوېش له سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو او پر ټاکنو څارونکو بنسټونو ته وړاندې کړي. کمیسیون ټینګار کړی چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي او دوی به ټولې تیارۍ ورته ونیسي.




































