د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یادې څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې کندهار ته په خپل سفر کې پر پاکستان تور پورې کړ، چې وسله وال روزي او د کندهار د وژل شوي امنیه قومندان جنرال رازق د ترور پلان هم په پاکستان کې جوړ شوی و. ولسمشر دغه راز له پاکستانه وغوښتل چې څومره ژر کېدلی شي د جنرال رازق قاتلین دې پیدا او افغان لورې ته وسپاري. قریشي ویلي، چې پاکستان په سیمه کې د ثبات غوښتونکی دی او له افغان چارواکو یې وغوښتل چې نور دې د خپلو کم کاریو پړه پر پاکستان نه اچوي. هغه ویلي، افغان چارواکي د دې پر ځای چې په کندهار پېښه کې پاکستان ملامت کړي باید پر دې څېړنه وکړي چې یاد بریدګر څنګه داسې حساسې سیمې ته ځان رسولی دی. قریشي ویلي دوی په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم څو ورځې وړاندې پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې نور باید په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.




































