د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې ملا برادر او ملا صمد ثاني یې له زندانه خوشې کړې دي. د یاد وزارت په وینا دا دواړه پخواني طالب چارواکي یې د افغان سولې پروسې اسانه کولو په موخه خوشې کړي دي. که څه هم د چارو شنونکي وایي، چې د یادو دوو پخوانیو طالب چارواکو خوشې کېدل به د سولې پر بهیر کوم اغېز ونه لري، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره، دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ته ژمن دي او هڅه یې دا ده، چې په دې برخه کې خپل رول ادا کړي.




































