د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نن د پښتونخوا په بنو کې راټولېږي او هلته ولسي غونډه لري. یاد غورځنګ نن په بنو کې د ولسي غونډې لپاره بشپړ چمتوالی نیولی دی. د غورځنګ فعالان له تېرو څو ورځو راهیسې بنو ته رسېدلي، کور په کور ګرځېدلي او خلکو ته يې په یاده غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د غورځنګ پلویان وايي، د دوی د ولسي غونډې تر اعلان وروسته هلته پاکستاني ملېشې پر ولسي غونډو بندیز اعلان کړی، خو دوی وايي، له دې بندیز سره سره به غونډه کوي. نن بنو کې ټلفونونه هم کار نه کوي او د یاد غورځنګ ځینې غړي چې بنو نه بهر دي وایي، کېدای شي پاکستاني چارواکو ټيلي فوني شبکې تړلې وي. د پښتون ژغورنې غورځنګ چې پاکستانۍ ځايي رسنۍ پوښښ نه ورکوي، تر ډېره يې خلک ولسي غونډي پر خواله رسنیو تعقیبوي. یادې غونډې ته له څو ورځو راپدېخوا د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته پر ټولنیزو رسنیو خلکو ته د ګډون بلنې ورکول کېږي.




































