د ټلوالې مشران راتلونکې اونۍ د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل نوماند غوره کوي.
د اوسني او پخواني حکومت ځینو مهمو چارواکو او د پخوانۍ شمالي ټلوالې مخکښو څېرو یو ځل بیا په خپلو کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماند پر وړاندې کولو بحثونه او سلا مشورې پیل کړي دي.
سپوږمۍ راډيو د ترلاسه کړو معلوماتو پر بنسټ ويلي چې د يادو چارواکو وروستۍ او تازه ناسته وړمه شپه په کابل کې شوې او پرېکړه یې کړې چې د روانې اونۍ په پای کې به بیا سره را ټولېږي او د راتلونکې اونۍ تر وروستیو به خپل مشخص نوماند اعلانوي.
د وړمې شپې په ناسته کې عطا محمد نور، یونس قانوني، صلاح الدین رباني او احمد ضیا مسعود علاقمندي ښودلې چې د دوی له ډلې یو کس نوماند کړای شي او راتلونکې اونۍ به ددې څلورو کسانو له ډلې یو کس د نوماندېدو لپاره ټاکل کېږي. په دې ناسته کې دغه راز پرېکړه شوې چې لومړی مرستیال یې باید کندهاری پښتون وي او ټينګار يې کړی چې حکمت خلیل کرزی د لومړي مرستیال څوکۍ منلو ته راضي کړي.
د معلوماتو له مخې د دغه راتلونکي انتخاباتي ټیم په دویمه ناسته کې به د جنرال دوستم او محمد محقق پر رول او موقفونو باندې هم خبرې کېږي چې دوی دواړه باید په راتلونکې حکومت کې څومره ونډه ولري.




































