پاکستاني سوداګر وايي د حکومت له دې پرېکړې خوښ دي چې له افغانستان سره به د درېیو بندرونو له لارې سوداګري پيل شي. د سوداګرۍ یوې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستان سره به د درېیو بندرونو، غلام خان، تورخم او چمن له لارې په اونۍ کې شپږ ورځې سوداګریز کاروانونه ځي راځي. همدا راز یې اجازه ورکړې چې د موټرونو په شمېر کې به محدودیت نه وي. پاکستاني سوداګر وايي په دې توګه به د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي او دواړه لوري به وکړی شي چې خپل توکي ولېږدوي او سوداګري روانه شي. افغانستان لا هم ډېره برخه سوداګري له پاکستان سره لري چې ډېر وخت ددغه هېواد د حکومت له لوري افغان سوداګرو ته خنډونه جوړېږي او زیانونه ورته اوړي.



































