مشرانو جرګې یو ځل بیا د شپنیو عملیاتو د بندولو غوښتنه کړې ده. په پکتیا، میدان وردګو، کاپیسا او ننګرهار کې د ګډو ځواکونو له لوري پرلپسې شپني عملیاتو، چې له امله یې لسګونو ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې د مشرانو جرګې غبرګون هم را پارولی. د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې سناتوران د ننګرهار ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې ترسره شوي عملیات، چې له امله یې ملکي کسانو ته مرګ ژوبه واوښته جنګي جنایت بولي او په یاده پيښه کې د ښکیلو لوریو محاکمه غواړي. سناتوران وايي، چې افغان حکومت دې د یادې پېښې د هر اړخیزې څېړنې لپاره پلاوی وټاکي. مشرانو جرګه داسې مهال په ننګرهار ولایت کې د ګډو ځواکونو پر عملیاتو نیوکې کوي، چې په دې عملیاتو کې تر اوسه لسګونه ملکیان وژل شوي او ټپیان دي، خو حکومت یوازې د پلاوي په ټاکلو اکتفا کړې او خلکو غږ یې نه دی اوریدلی.



































