د ایران د سترې محکمې مرستیال محمود عباسي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په ایران کې د زرګونه بندي افغانانو له ډېلې زر کسه یې په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته لېږدول کېږي. دده په وینا ایران ته د افغانستان د عدلیې وزیر له سفر سره هممهاله هوکړه شوې چې دغه بندیان به د منظمو تګلارو له مخې افغانستان ته لېږدول کېږي. دده په خبره د هوکړې له مخې په نږدې ورځو کې به نږدې زر کسه افغان بندیان افغانستان ته ولېږدول شي. عباسي وایي چې دمګړی په ایران کې پنځه زره افغانان بندیان دي چې ډېره برخه یې د نشه يي توکو په قاچاق او په دې کاروبار کې د ښکېلتیا په تور نیول شوي دي.




































