په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی تادامیچي یامموتو وايي د افغانستان سوله د ملګرو ملتونو لپاره خورا مهمه ده له همدې امله به د ژنیو په کنفرانس کې بحث ورباندې وشي. دده په وینا افغان حکومت او ملګرو ملتونو په ګډه د افغان سولې لپاره بې ساري او پراخې هڅې کړې دي. یاممتو پرون د ژنیو کنفرانس لپاره د تیارۍ په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د ژنیو په کنفرانس کې پر افغان سوله ډېرې خبرې نه کېږي، خو ډېرې کمې خبرې به هم ډېر مهم اړخونه را وسپړي. هغه زیاته کړې، دا به لومړی ځل وي چې په داسې یوه نړیوال کنفرانس کې د افغان سولې په اړه بحثونه او خبرې کېږي. د ملګرو ملتونو استازي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي او په دې توګه په دغه هېواد کې روانه اوږده او خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.



































