د خېبرپښتونخوا په کوهستان ضلع کې د مسافرو يو بس ژورې کندې ته لوېدلی ۱۷ تنه پکې وژل شوي دي. چارواکو ويلي د سپرلۍ بس له ګلګت بلتستان پېنډۍ ته پر لار و چې په کوهستان کې ژورې کندې ته لوېدلی دی. د راپورونو له مخې په بس کې تر ډېره د ګلګټ بلتستان اوسېدونکي سپاره وو. د بره کوهستان پوليسو ویلي په کومه سیمه کې چې بس غورځېدلی د حکومت لاسرسی کم، نو خلکو پخپله ټپیان را ایستلي دي.




































