د کرنې وزارت وایي، ټاکل شوې ده د میدان وردګو ولایت مڼې د ملي امنیتي ځواکونو د خوړو په فهرست کې شامل شي. د یاد وزارت چارواکي زیاتوي چې په دې اړه یې له اړوندو ادارو سره خبرې پیل کړې دي او ټاکل شوې په نژدې راتلونکې کې د میدان وردګو د باغ لرونکو ټولنې او یاد وزارت تر منځ یو قرارداد لاسلیک شي. په ورته وخت کې د میدان وردګو د خلکو شورا وایي، چې د کرنې وزارت دا پرېکړه به د دې باعث شي چې د میدان وردګو مڼې به خپل ارزښت وساتي، باغ لرونکي به وهڅول شي او دغه راز به یې له خرابېدو مخنیوی وشي. بلخوا د سوداګریزو خونو مرستیال خان جان الکوزی وایي، په کلني ډول شاوخوا ۵۰ زره ټنه مڼې له هېواده بهر ته صادروي. د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، میدان وردګ شاوخوا ۵۰ زره جریبه ځمکه کې د مڼو باغونه لري چې په کلني ډول له ۸۰ تر ۸۵ زره ټنه پورې حاصلات ورکوي.