د لوګر ولایت اوسېدونکي او د نوماندانو څارونکي وایي، له هغه ځایه د رایو ډک صندوقونه راغلي چې هلته هیڅ رایې نه دي کارول شوې. دوی ادعا کوي چې د ټاکنو کمېسیون تورې او سپینې رایې سره ګډې کړې او د مشخصو نوماندانو په ګټه یې کاروي. د ټاکنو کمېسیون مخې ته د شاوخوا ۳۰ نوماندانو استازي راټول شوي وو او له ټاکنو کمېسیون یې غوښتنه کوله چې غیر بایومتریک رایې حساب نه شي او هم دې تورې او سپینې رایې سره بېلې کړي. د لوګر ولایتي شورا هم د یادو اعتراض کوونکو شکایتونه پر ځای بولي او له ټاکنو کمېسیون نه غوښتنه کوي چې د درغلیو مخه ونیسي. د لوګر د ټاکنو کمېسیون مشر عبدالرحمن محبت وایي، تورې او سپینې رایې یې سره بېلې کړي، خو په خبره یې تر اوسه لا وخت شته او باید دوی صبر وکړي تر څو ټولې رایې وکتل شي او تورې رایې له سپینو هغو بېلې شي.




































