اجراییه رييس عبدالله عبدالله په متحده عربي اماراتو کې د مخابراتو نړيوال کنفرانس کې ګډون او وينا کوي. د اجرایيه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون وويل چې ډاکتر عبدالله له يوه دولتي پلاوي سره متحده عربي امارتو ته رسېدلى دى. هغه زياته کړه چې نوموړى به نن د مخابراتو په نړيوال کنفرانس کې ګډون او وينا وکړي. په دغه پلاوي کې د مخابراتو وزير هم شامل دى. د نوموړي په خبره دا د مخابراتو نړيوالې ټولنې کلنۍ غونډه ده چې په کې د ١٩٣ هېوادونو استازي ګډون کوي. خوځون وويل چې په دې غونډه کې د اړوندو ټولو هېوادونو د مخابراتو وزيران هم ګډون کوي.




































