داعش وسله والې ډلې په کابل کې د ټاکنو کمیسیون ته څېرمه د شوي ځانمرګي برید پړه پر غاړه اخیستې ده. رویټرز اژانس د اعماق ویبپاڼې په حواله خبر ورکړی چې داعش ډلې په کابل کې د نن ورځې شوي ځانمرګي برید پړه منلې او ویلي یې دي، چې یاد کمیسیون ته ځانمرګی بریدګر دوی لېږلی و او په یاده پېښه کې یې ګڼ سرتېري وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل کې د ټاکنو کمیسیون ته څېرمه ځانمرګی برید وشو او شپږ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. د چارواکو په وینا په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او د دوو پولیسو په ګډون پنځه تنه عام وګړي ټپیان شوي دي.




































