د راپورونو له مخې د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې وسله والو کسانو پر پاکستاني عسکرو برید کړی دی. په دغه پېښه کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او اته نور ټپیان دي. پاکستاني حکومت ویلي چې په ټپیانو کې د پنځو روغتیايي وضعیت نازک دی. د پاکستان حکومت دا نه دي ویلي چې برید چا کړی دی خو د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ ددغه برید مسوولیت منلی، وایي پاکستاني عسکرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې او پنځه پوځي موټرونه یې له منځه وړي دي. تر دې څو ورځې وړاندې په وزیرستان کې هم په یوه برید کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي وو.



































