هندي رسنۍ وايي ددې امکان شته چې په ایران کې د افغانستان لپاره جوړ شوی بندر له ماتې سره مخ شي. د هندو ورځپاڼه په یوه اوږده مقاله کې لیکي په دې وروستیو کې چین او ایران سره نږدې شوي دي چې دا مسئله به د هند او ایران پر اړیکو ژور اغېز ولري. په مقاله کې راځي دا چې هند د امریکا د فشارونو له امله د چین د رېل پټلۍ له لویې پروژې سره یو ځای نه شو دا ستره تېروتنه وه او اوس به یوازې د چین د پرمختګ ننداره کوي. سرچینه کاږي د ایران او چین لا ډېر نږدې کېدل به پر چابهار بندر خورا منفي اغېز ولري او ددې امکان شته چې دغه بندر له ماتې سره مخ شي. چابهار په ایران کې د هند له لوري افغانستان ته جوړ شوی سوداګریز بندر دی او د پاکستاني بندرونو بدیل ګڼل کېږي.



































