د واګه بندر تر پرانیستل کېدو وروسته د افغان سوداګرو لومړنی کاروان هند ته د ننه شوی دی. د هندي چارواکو په خبره ددغه لارې له پرانیستل کېدو شپږ ورځې وروسته د افغان سوداګرو اته لارۍ توکي له دغه بندر تېر شوي او هند ته رسېدلي دي. د بندر چارواکو رسنیو ته ویلي چې دوی ټول اړین اقدامات ترسره کړي دي او هڅه دا ده چې د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوی هم وکړي. پاکستان نږدې یوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به د واګه بندر پرانیزي. دغه بندر د هند-افغانستان مهمه سوداګریزه لار بلل کېږي خو وخت ناوخت د پاکستاني عسکرو له لوري د افغان سوداګرو پر مخ تړل کېږي.



































