د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د پارلماني ګروپ له لوري وربلل شوی او له هغه غوښتل شوي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د اسانتیا په برخه کې ټول امکانات په کار واچوي. په دې غونډه کې همدا راز د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، د سرحدونو د چارو مسوولنیو، د سوداګرۍ چارو مسوولینو او ګڼو نورو چارواکو ګډون کړی و. له دوی ټولو غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې له افغانستان سره روانه سوداګري پراخه کړي، بندرونه دې خلاص وساتل شي او د نوو بندرونو پر ایجاد دې هم فکر وشي. دوی همدا راز ویلي چې له افغان حکومت سره باید د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې او لیده کاته هم ډېر شي.



































