که تاسو په یوه شتمنه کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړوی، د دوو دلیلونو له مخې تاسو هم شتمن کېدای شی. لومړی دا چې کېدای شي چې له مور او پلار څخه یوه زیاته اندازه پیسې درته په میراث پاتې شي او یا هم د لومړنۍ پانګونې پر مهال در سره مرسته وکړي، خو تر ټولو مهم دویم دلیل دی، ځکه که چېرې تاسو د یوې شتمنې کورنۍ غړي وی، نو کېدای شي د شتمنۍ پیدا کولو په اړه مو د منفي افکارو په پرتله مثبت هغه زیات وي او یو ډول د کاروبار لپاره له مخکې جوړ شوی مثبت ذهن ولری. دغه مثبت لیدلوری د دې لامل کېږي چې په ډېرې اسانۍ سره مالي خپلواکي خپله کړی. خو د شتمنو کسانو داسې زامن هم شته چې نه یې د خپل پلار شتمني زیاته کړې، بلکې د پلار ګټلې یې هم څټلې دي. که تاسو هم خپلې شاوخوا ته وګوری، وبه وینی ډېر هغه کسان چې په یوه خورا بېوزله کورنۍ کې پیدا شوي دي، له پاکې او حلالې لارې د شتمنۍ د غره لوړو څوکو ته رسېدلي دي.