نوکیا کمپنۍ یو عادي ځانګړنې او ارزانه بیه لرونکی ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ. دغه ځیرک موبایل نوکیا سي۳ نومول شوی دی. دغه ځیرک موبایل زوړ ډیزاین او ۵٫۹۹ انچه اېچ ډي پلس ډوله مخپاڼه لري او په کې اوکټا کور پروسېسر کارول شوی دی. دغه ځیرک موبایل ۳ ګېګابایټ رم او ۳۲ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري. کاروونکي د میموري کارت په کارولو سره د فایل ثبتونې وړتیا ۱۲۸ ګېګابایټ پورې اضافه کولی شي. نوکیا سي۳ کې ۳۰۴۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ، اېف اېم رادیو، هېډفون جک او ګوګل اسېسټنټ هم ورکړل شوي او انډرایډ۱۰ عامل سیسټم سره خرڅلاو ته وړاندې کېږي. شاتنۍ برخه کې یوه ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې او مخکینۍ برخه کې یوه ۵ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره لري. د ګوتې نښې سېنسر د شاتنۍ کامرې لاندې ورکړل شوی. د دغه ځیرک موبایل بیه ۶۹۹ یوان (تقریباً ۷۸۰۰ افغانۍ) ټاکل شوې ده.