د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې یې عواید د تېر کال په پرتله ۴ میلیونه ډالر کم شوي دي. د یادې ادارې رییس قاسم وفایي زاده یوې خبري ناستې ته ویلي چې کرونا وبا دغه اداره هم سخته اغېزمنه کړې او په خبره یې، د تېر کال همدې مودې په پرتله یې عوایدو کې ۴ میلیون ډالر کمښت راغلی دی. د یادونې ده چې ۱۳۹۹ مالي کال د تېر کال په جدي میاشت کې پیل شوی دی خو د کرونا وبا لومړنۍ مثبته پېښه د ۱۳۹۸ کال په حوت میاشت کې ثبت شوې ده.



































