د ایران د سیستان بلوچستان د بندرونو عمومي رییس بهروز اقایي وایي، چې افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو اوومه جوپه هم چابهار بندر ته رسېدلې ده او ډېر ژر به د میلک بندر له لارې افغانستان ته واستول شي. نوموړي زیاته کړې، د هند له لوري دغه بندر ته رسېدلې اووه کښتۍ ۳۵۲ کانټینرونه لري. د اقایي په وینا، دا د هغو ۷۵۰۰۰ ټنه غنمو برخه ده چې هند یې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې وه. هغه دغه راز زیاته کړې چې د کرونا وبا پراختیا مخنیوي په موخه د لګول شویو بندیزونو له نرمېدو وروسته افغانستان ته د ایران صادراتو کې پام وړ ډېروالی راغلی دی.



































